بارسلونا د لالیګا اتل شو

تاند – بارسلونا د اسپانیا د فوټبال لیګ (لالیګا) اتلولي په یوه امتیاز خپله کړه. بارسلونا په ۳۸ لوبو کې ۹۱ امتیازونه ترلاسه کړل او د بارسلونا سیال ریل مادرید له ۳۸ لوبو ۹۰ امتیازونه ترلاسه کړو.

سږکال د لالیګا د لوبو د سر درې ټیمونه په لږ توپير لومړۍ، دوهم او دریم شول. دریم ټیم اتلتیکو مادرید و چې له ۳۸ لوبو یې ۸۸ امتیازات لرل او نورو ټمیونو بیا لږ پواینټونه د تیر نژدې یو کال لیګ لوبو په ترڅ کې خپل کړل.

دا پنځم پرله پسې ځل دی چې بارسلونا اتل کیږي.

د دې لیګ د سرو زرو بوټ د بارسلونا فارورډ سیورز ته وسپارل شو چې روان کال یې د لالیګا لوبو په ترڅ کې ۴۰ ګلونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *