د کرکټ د مقرراتو اپ جوړ شو
تاند- د لندن یوه پخواني کرکټ کلب یو داسي اپ جوړ کړی چې د کرکټ ټول قوانین او مقررات پکې ښودل کېږي.
د کرکټ د نړیوالې شورا له یوې خبرپاڼې سره سم، د میرلي بون کرکټ کلب له لوري په دې اپ کې د کرکټ مقررات په خورا اسانه ژبه او طریقه بیان شوي دي.
د میرلي بون کلب له لوري په جوړ شوي اپ کې نوي عکسونه، انیمېشنونه او معما ډوله پوښتنې هم شاملې دي.
په دې اپ کې د کرکټ ۴۲ مقررات شامل دي. دا قوانین په ۸ برخو وېشل شوي او د لوبې له پیله رانیولې د لوبغاړي تر سوځېدو پوري ټولې شېوې ښيي.
۱۵ مقررات د انیمېشن په بڼه ښودل شوي.
په دغه اپ کې ۱۸ ویدیوګانې هم شاملې دي چې امپایران یا حکمان د لوبغاړو سوځېدل یا نه سوځېدل په شارو بیانوي.
دا اپ د کرکټ مینه وال وړیا ډاونلوډولی شي.