د کرکټ تکړه لوبغاړي شفیق الله شفق د وهل کېدو اوازې رد کړې
تاند- د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړي شفیق الله شفق هغه اوازې دروغ وبللې چې ګواکي دی د پېښوریانو له لوري وهل شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوې او سره له دې چې په ویدیو کې د شفیق الله څېره نه ښکاري خو د ویدیو ثبتوونکی وايي چې د پېښور ښاریانو د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی د دې لپاره وهي چې افغان سرحدي ځواکونو په تورخم کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې کړي دي.
خو شفیق الله وايي چې یو شمېر خلکو په دې اړه ټېلفونونه ورته کړي او د موضوع په اړه یې ورڅخه پوښتنې کړي دي.
دی وايي نه چا وهلی او نه یې ورته څه ویلي دي.
ویل کېږي چې دا ډول ویدیوګانې او په ټولنیزو رسنیو کې د کوزې پښتونخوا د اوسېدونکو په نومونو افغانانو ته بد رد لیکنې د پاکستان د حساسو ادارو له لوري د یوه منظم او سنجول شوي پروګرام له مخې کېږي چې هدف یې د دواړو خواوو د افغانانو ترمنځ د لیري والي راوستل دي.
یو شمېر افغانان بې له دې چې د موضوع پر عمق او هدف فکر کوي، فوراً عکس العمل ښيي او په غیرارادي ډول د پاکستاني استخباراتو د ماموریت په بریالیتوب کې ونډه اخلي.