په کرکټ بورډ کې تغیرات راغلل، د شفیق ستانکزي پر ځای اسد الله خان وټاکل شو

ـــ تاند

د افغانستان کرکټ بورډ تائید کړه، چې ددې کرکټ بورډ اجرایئه ریئس شفیق الله ستانکزي پر ځای اسدالله خان د دغه بورډ د نوی سرپرست اجرائیوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي نن په پلازمېنه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په تأييد د پخواني اجرائیوي رئیس ستانکزي پر ځای اسدالله خان سرپرست ټاکل شوی دی.

اسدالله خان له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې غړی پاتې شوی او په یو شمېر نورو برخو کې يې هم کار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې شفیق ستانکزي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کرکټ بورډ د اجرائیوي رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې وخت نا وخت پرې د کرکټ مینه والو نېوکې کولې، څو په کرکټ بورډ کې یاد اجرایئه مشر له دندې ګوښه او پر ځای یې وړ کس وګمارل شي.