لطف الله ستانکزی د افغانستان کرکټ بورډ ریئس وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وایي، تر خورا زیاتو بحثونو او هڅو وروسته یې د دغې ادارې لپاره لطف الله ستانکزی د نوي اجرايي رئیس په توګه ټاکلی دی.

بورډ وایي، دغه پوسټ ته شاوخوا ۱۷ کسانو ځانونه نوماند کړي وو، چې له ډلې یې له دولسو کسانو سره مرکې کړې او په پایله کې یې لطف الله ستانکزی د غوره شخص په توګه دغې دندې ته ګمارلی دی.

د نوي اجرایه رئیس په هکله ویل کیږي چې تر دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د مطبوعاتو او بازار موندنې د برخې مسؤل او کارمند پاتې شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تر نوموړي وړاندې شفیق ستانکزي دغه دنده مخته وړله، چې د عمومي مشر عزیزالله فضلي لخوا د ځینو اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شو.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په کرکټ بورډ کې سخت داخلي اختلافات راغلي چې له امله یې د لوبغاړو پر مرال هم ناوړه اغیز ښندل شوی دی

دا چې ښاغلی ستانکزی په نړیوال مدیریت کې د ماسترۍ تر کچې لورې زده کړي لري، وخت به یې ثابته کړي چې د نوموړي ټاکل د یاد بست لپاره په بورډ کې د څومره اصلاحات راولي.