افتاب عالم د کرکټ بورډ په جریمه کېدو ډېر ژر خپل غبرګون ښکاره کړ

ــ تاند

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي افتاب عالم باندې د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د یو کلن بندېز راپور رسما د کرکټ بورډ له پاڼې خپور شو چې پکې یې لیکلي و: ((افتاب عالم د نړيوال جام پر مهال د ډسپلين د نه مراعت کولو له امله د يو کال لپاره د نړيوالو او کورنېو لوبو څخه کېنول شو او کرکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد هم ختم کړ.
د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږه. د دوى په وينا، چې د نړيوالې شورا د څېړنو نه وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شو او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه. تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه شوى دى.))

افتاب عالم هم ددې پرېکړې څخه نیم ساعت وروسته خپل غبرګون ښکاره کړ

نوموړي په خپله فسبوک پاڼه ولیکل: ((نن له ډیسیپلین کمېټې سره ناست وم ماته وویل شول چې ډیسیپلین خلاف ورزي دې کړې پینځه مېچونه او نغدې جرېمه یې،ما هم ورسره ومنله.
د یو کال بندیز فیصله د شخصي عقدې په بنیاد شوې ده او ماته د منلو وړ نده. عزیز الله فضلي او عاطف مشعل بې انصافي کړې ده.
که زه چرته مجرم ثابت شوم لکه څنګه چې دوی وایي زه به کرکټ د ټول عمر دپاره پرېدم.
په ما چې کوم تورونه لګيدلي آی سي سي ته مې هم رد کړل او دوی ته مې هم رد کړل،هیڅ شواهد نشته.نه پوهېږم چې کرکټ بورډ څو کمېټې لري.))