افتاب عالم: د کرېک انفو خپور شوی راپور بې بنسټه دی
سید ادریس ولیزاده
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ اچوونکی افتاب عالم وایي، چې د کرېک انفو په ویب پاڼه کې خپور شوی راپور حقیقت نه لري او یاد راپور یې بې بنسټه بللی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه تېز توپ ویشتونکی زیاتوي، چې ډېر ژر به د ډسپلین کمیټې په اجازه خپل غبرګون د کرېک انفو خلاف روښانه کړي.
افتاب عالم چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د پخوانېو لوبغاړو هر یو کریم خان صادق، هستي ګل عابد او پخوا د کوچینګ مسوول تاج ملک عالم ورور دی، تازه په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي:
((نن مې په کریک انفو کې یوه لیکنه ولیده چې زما په اړه پکې راپور جوړ شوی ؤ. زه خپلو ټولو هېوادوالو او مینوالو ته ډاډ ورکوم چې دا راپور په بشپړ بې بنیاده او دروغ دی.
زه به ډېر زر خپل دریځ د کرکټ بورډ د ډیسیپلین کمیټې په اجازه روښانه کړم.
له ټولو مینوالو هیله کوم چې په بې بنیاده خبرو باور ونکړي.
زه الحمدلله افغان او مسلمان یم.))
د یادونې ده چې افغان کرکټ بورډ افتاب عالم د نړیوال جام په جریان کې له سیالېو بهر او هېواد ته راستون کړ چې په هېواد دننه او بهر د کرکټ مینه والو ته ډېری پوښتنې را ولاړ شوې.