زما جوړ کړی راپور د نهه سیالېو د پرلپسې ماتو له کبله خپور نه شو

سفیر احمد

د کرکټ سږني ۲۰۱۹ نړيوال جام له پیلېدو نه دوه ورځې وړاندې دا فکر را سره پیدا شو، چې د لوبې ګټلو نه مخکې د پیغام په شکل باید په داسې يو رپوټ کار وکړم، چې د لوبو ګتلو پر وخت خلک له هوايي ډزو کولو ډډه وکړي، مجبور شوم دا کار مې وکړ، څو چې لوبې پیلېدې نو ما رپوټ تکميل کړی و دا ځکه چې، په لوبغاړو مو د تېر په څېر دا باور وو، چې حتمي به په دې نهو لوبو کې دوه يا درې لوبي ګټي او دا ځکه له نړيوال جام پیليدو نه مخکې هم دا وړاندوينه شوې وه، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به په دې جام کې لوبې ګټي او اووم يا اتم مقام به ترلاسه کوي.

د کرېکټ لوبې ګټلو پر وخت د هوايي ډزو کول دا بد فرهنګ چې له امله يې په تېر کې هم زموږ ګڼ شمېر هېوادوال ټپیان او حتی د مرګ قرباني کړل؛ نو ما هم د همدې بد فرهنګ د مخنيوي په موخه د يو پيغام رسولو په موخه رپوټ چمتو کړ.

لوبې پیل شوې او کله به چې زموږ لوبه وه، په همغه ورځ به مو رپوټ نشرولو ته چمتو کړی وو، خو په همدې تمه وو چې اتلان به نن لوبه ګټي سبا به يې ګټي په تېره بيا د هند او پاکستان لوبډلې سره خو بيخې باوري وو، چې لوبه به زموږ اتلان ګټي، خو څه به مو سر خوږوم د نن او سبا ګټې په انتظار سره اخير نړيوال جام هم پای ته ورسېدو، افغان لوبډلې نهه واړه لوبې وبايللې او زما جوړ شوی رپوټ په ارشيف کې بې له نشره پاتې او زوړ شو.