د اسټرالوۍ الیز پیري د تېرې ورځې کارنامه

عبدالولي عمري

پیري تېره ورځ د انګلستان خلاف د ۲۲ منډو په ورکولو سره ۷ ویکټې ترلاسه کړې، او په دې سره یې انګلنډۍ ښځینه لوبډلې ته په ۱۹۴ منډو توپیر ماته ورکړه.

الیز پیري په ۱۹۹۰ ملادي کال کې د نومبر پر ۳ یمه د اسټرالیا په واهرونګا سیمه کې زېږېدلې ده ، پیري پر ۲۹ کلنۍ سربېره ۱۸۱ سانتۍ متره جګوالی لري.

دا الوانډره لوبغاړې په راسته لاس تیزه توپ اچوونه ، او په راسته لاس توپ وهنه کوي ، او د کریکټ سره ترڅنګ یو تکړه فوټبالره هم ده.

دې انجلۍ لمړۍ یورځنۍ لوبه په ۲۰۰۷ م کال د جولای پر ۲۲ تمه نېټه د نیوزلنډ پروړاندي ترسره کړه ، او همدا ډول یې لمړۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۰۸ م کال کې د انګلستان پروړاندې ترسره کړه.

پیري ۷ ټیسټ لوبې ترسره کړي دي ، ۴۳۲ منډي لري، یوه سلیزه لري، په همدې ټیست لوبو کې یې لوړي منډي ۲۱۳ ناسوځیدلي دي، بهترینې ویکټې یې د ۳۲ منډو په ورکولو سره ۶ دی، ټولې ویکټې یې په ټیسټ لوبوکې ۳۰ دي.

همدې لوبغاړې ۱۰۰ یورځنۍ لوبي ترسره کړي دي، چې ۲۵۸۱ منډې لري، یوه سلیزه او ۲۵ نیمه سلیزې لري، په یوه لوبه کې ۱۰۷ لوړي منډې، ۱۳۱ ویکټې لري.
بهترینې ویکټې یې د انګلستان پروړاندي د ۲۲ منډو په ورکولو سره ۷ دي.

دې ښایستې انجلۍ ۱۰۲ شل اوریزي لوبې ترسره کړي دي چې ۹۵۱ منډې، ۳ نیمه سلیزي، ۵۵ یې ناسوځیدلې لوړې منډې لري او همدا ډول ۱۰۰ ویکټې، او یوه لوبه کې یې د ۱۲ منډو په ورکولو سره ۴ ویکټې تر لاسه کړې دي.