محمد اسماعیل ملکزی

د افغانستان او ایرلینډ دسیالیو پیل ته ۲۵ ورځي وخت پاته دي چې یادې سیالۍ به په هندوستان کي ترسره شي، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ ځینی رایکارډونه جوړ شوي.

لومړی ریکارډ ددواړو هیوادونو ترمنځ لوړ هدف دافغان لوبغاړو لخوا جوړ شوي چې ۳۳۸ منډي دي.

دوهم ریکارډ ددواړو هیوادونو ترمنځ ډیري ویکټي راشد خان ترلاسه کړی چې جمله ۴۱ ویکټي دي.

دریم ریکارډ په یوه لوبه کي ډیري منډي ایرلینډی (ایډ جایس) لخوا ۱۶۰ ناسوځیدلي منډي دي.

څلورم ریکارډ د دواړو هیوادونو ترمنځ چې لوبډله یې په یوه لوبه کي کمي منډی جوړي کړي وې، هغه ایرلینډ دی چې په ۱۰۰ منډو کې ټوله وسوځیدل.

پنځم ریکارډ په ټولو سیالیو کې ډیري منډی لرونکي لوبغاړی پول سټرلینګ دی چې ۷۷۱ منډي جوړي کړي.

شپږم ریکارډ تر ټولو ډیره ملګرتیا بیا د ویلم پوټرفیلډ او پول سټزلینګ ترمنځ د ۱۵۷ منډو ملګرتیا وه او ددواړو هیوادونو ترمنځ ۲۰ سیالۍ ترسره شوی چې ۱۰ افعانستان او ۱۰ هم ایرلینډ ګټلي.