ایرلینډ لوبه وګټله که افغان لوبغاړو ورباندې وبایلله؟

لیکنه: خپلواک دریځ |

تېره شپه د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ دریمه سیالۍ وشوه په لوبه کې ټاس افغان لوبډلې وګاټه او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه دوی د رحمت شاه او راشدخان د ۴۴ او ۴۴ منډو پر مټ په ۴۸،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ او ایرلینډۍ لوبډلې د لوبې په ۳۸ اور کې په پنځو ویکټو دغه هدف ته ځان ورساوه او د سیریز اتلولي یې ترلاسه کړه.

پول سټرلینګ د ایرلینډ لپاره ۱۰۱ منډې وکړې او د لوبې ترڅنګ د سیریز غوره لوبغاړی هم وټاکل شو خو د لوبې مخکښ ویکټ اخیستونکی بیا په ۸ ویکټو بیري مککارتي ونومول شو.

ایرلینډ لوبه وګټله که افغان لوبغاړو ورباندې وبایلله؟

۱: د شارجې ویکټ د لومړۍ لوبې څخه راته مالومه شوه، چې د ورو توپ اچونې لپاره جوړه ده نه د تېزې خو زموږ توپ وهونکي د ایرلینډ هغو توپ اچوونکو وسوځول چې زموږ شاپور او دولت ورڅخه څو چنده پیاوړي دي او دا زموږ د توپ وهونکو پر کمزورۍ دلالت کوي.

۲: د شاپور ځدراڼ راتګ ښه اقدام و هیڅ تېروتنه نه وه ځکه ویشتنځی د ورو توپ اچوونې لپاره جوړ و او ایرلنډیانو د تېزو هغو څخه پوره ګټه اخیسته، داچې د دوی تېز کامیاب وه، ټولې زموږ د توپ وهونکو تېروتني وې ځکه تاسو فکر وکړئ کوم توپ اچوونکي داسي توپ باندې ویکټ واخیسته چې هغه خطرناکه و؟

۳: د یو لوبډلمشر په حیث د اضغر وروستۍ لوبې د غندلو دي تاسې وګورئ، چې په خپل کور کې دی پر ۲، ۱۲ او ۵ باندې روان وي او د منډو څخه یې څلور، پنځه برابره توپونه هم زیات لوبولي وي، اضغر هیڅ یو ښه کپټان نه دی دده څخه نبي څو برابره وړ دی خو داچي دده وخت کې افغانستان راشد، شهزاد، نجیب ترکي او نورو غوندې لوبغاړي پیداکړه اوس یې ټول امتیاز اضغر ته ورکوي حال داچې هره لوبه موږ ته راشد، شهزاد او نورو لوبغاړو په خپل همت ګټلې وي.

۴: د شفیق الله ویکټ ساتنه کې ستونزې هغه څه وې چې د ماتې یو بل اړخ و، په تېره لوبه کې یې ۲۴ منډې په میس فیلډ کې ورکړي وې نو ولي یې بیا لوبوئ؟ افسر مو څه ته بېولی و؟

۵: جالبه تر ټولو داده چې په یو رسمي سیریز کې لوبډله بې روزونکي ده او د مجبورۍ څخه مو رئیس احمدزی ورسره استولی او هغه خوار به نو څه وکړي، شپږیزه کې یې میس عینک نشو روزلای.

۶: توپ وهنه باندې باید تر هرې برخې زیات کار وشي او د توپ اچوونې په څېر پیاوړې شي، تاسې وګورئ موږ چې تراوسه هم لوبې ګټلي دي نو ۸۰٪ مو یوازې په توپ اچوونه ګټلي دي او زموږ هغه توپ اچوونه ده چې ډیر د پوره غړیتوب لرونکي هیوادونه یې نلري.

۷: وروستی مې نظر دی شهزاد باید د لوبډلې دایمي کپټان شي، ځکه د مککالم ځانګړتیا لري او هیڅ وخت تر فشار لاندې نه راځي بیا اوپنر دی، خودخوادی کله چلیږي او کله لویږي یانې هیځ وخت مو ورته ډېره ګوته نه ده نیولې، ځکه دلیل مو دادی چې اوپنر خو همداسي وي نو د شهزاد کپټان ټاکل به یو پر ځای اقدام وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *