پکتیکا: د کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې
د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د کرکټ ملي لوبغالي د جوړېدو چارې د ځانګړو مراسمو پر مهال رسمآ پیل شوې چې د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
په مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ د بېلابېلو ادارو استازو، مشرانو، ځوانانو، لوبغاړو او د ورزش مینوالو برخه اخیستې وه.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې د پکتیکا ولایت د کرکټ ملي لوبغالی به د څه باندې (۲۵) پنځه ویشت میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په موده کې جوړ شي.
ښاغلي وحدت وویل، د پکتیکا ولایت د کرکټ لوبغالی چې منظوري یې پخوا شوي وه، د جوړېدو چارې یې اوس رسمآ د کابل الحرمین شرکت له لوري پیل شوې.
نوموړي وویل، د لوبغالي چارې به په اساسي ډول ترسره کیږي چې د لوبغاړو لپاره ټول اړین سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.
په همدې حال کې په پکتیکا کې د کریکټ بورډ ادارې استازی حکمتیار زاهد وایي چې د پکتیکا ولایت د کریکټ ملي لوبغالی به د لوبې کولو ټول اړین سهولتونه ولري چې په جوړېدو سره به یې د کریکټ په برخه کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.
د یادونې ده، د پکتیکا ولایت د کریکټ لوبغاړي او مینوال له ډېره وخته د یوه ملي لوبغالي د جوړېدو هیله مند دي خو زیاتوي چې د دغه لوبغالي په جوړېدو سره به خپلو هیلو ته ورسیږي او کریکټ په برخه کې به پرمختګونه رامنځ ته شي.