ایرلنډ له افغانستانه د ۳ یو ورځنیو سیالیو ګټونکی شو

تاند- آیرلنډ درېمه یو ورځینۍ مسابقه نسبتاً په اسانه په ۵ ویکټونو او ۷۲ توپونو وګټله او د درو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ ګټونکی شو.

د دې لړۍ لومړۍ مسابقه افغانستاان په ۱۲۸ منډو ګتلې وه خو دوهمه ایرلنډیانو وګټله.

په درېمه مسابقه کې، چې آیرلنډ یې د درو یو ورځینیو سیالیو ګټونکی کړ، د آیرلنډ ښه فیلډینګ او بیټنګ زیات رول درلود.

پچه افغانستان وګټله خو افغان لوبغاړي (بټسمنان) یو په بل پسې وسوځېدل.

په بیټنګ کې له راشد ارمان او رحمت شاه پرته، چې هر یوه ۴۴ منډې وکړې، نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

د لوبې په وروستیو کې شفیق الله ته هیله وه خو په صفر کې وسوځېد. له همدې کبله د افغانستان لوبډلې یوازې ۱۷۷ منډې جوړې کړې چې خورا لږې وې.

د دې په مقابل کې د آیرلنډ یوازې سترلینګ په ۹۷ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې.

د بټسمنانو کمو منډو باولران هم تر سخت فشار او اغېزلاندې راوستل.

۲Iralandکه څه هم په دې سیالۍ کې د دولت ځدراڼ پر ځای د شاهپور ځدراڼ نیول ښه پرېکړه نه وه خو که دولت ځدراڼ هم په دې سیالۍ کې وای، د افغانستان نتیجه به تر دې زیاته متفاوته نه وه ځکه چې د افغانستان بیټنګ او فیلډنګ د آیرلنډ په پرتله ډېر کمزوري و.

آیرلنډ له لومړۍ ماتې ډېر څه زده کړل او په دوو نورو سیالیو کې یې د افغانستان په وړاندې د لومړۍ سیالۍ تېروتنې تکرار نه کړې.

لهخ لومړۍ ماتې وروسته، چې د افغانستان په لوبډله کې د نوي شامل کړل شوي ۱۶ کلن باولر مجسب ځدراڼ رول پکې زیات و، آیرلنډ وویل چې د نوموړي د ۶۰ بالونو ویډیو یې بیا بیا کتلې او د مجیب د لوبې پر اساس یې نوی پلان جوړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *