ایرلنډ له افغانستانه دوهمه یو ورځینۍ مسابقه وګټله

تاند- د ایرلنډ ښه فیلډینګ او ښه باولینګ سبب شو چې افغانستان ته په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې په ۵۱ منډو ماتې ورکړي.

د توقع خلاف د آیرلنډ ټیم د پچې له ګټلو سره سره لومړی، بیټنګغوره کړ.

ایرلنډي لوبډلې د ۹ لوبغاړو د بایللو په بدل کې ۲۷۱ منډې وکړې، چې په نسبي ډول لوړ هدف و.

د آیرلنډ د لوړ هدف په وړاندې په افغان لوبغاړو کې فشار د دوی د بیټنګ په لومړیو شېبو کې له ورایه ښکارېده. خو جاوید احمدي او احسان الله ډېر وارخطا نه شول.

احمدي ۴۸ منډې وکړې، احسان الله ۲۰. ورپسې رحمت شاه هم ښه بیټنګ وکړ، ده په ۴۳ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

په باولینګ کې مجیب ځدراڼ د ۵۰ منډو په بدل کې ۲، دولت ځدراڼ د ۶۵ منډو د ورکولو په بدل کې ۲، محمد نبي د ۳۵ منډو د ورکولو په بدل کې ۲، راشد خان د ۴۰ منډو د ورکولو په بدل کې ۲ او ګلبدین نایب د ۳۶ منډو د ورکولو په بدل کې ۱ لوبغاړی وسوځول.

ټولو افغان باولرانو ۱۰ اوروونه باولینګ وکړ.

لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه افغانستان په ۱۳۸ منډو ګتلې وه. اوس دواړه لوبډلې مساوي دي. د یکشنبې په ورځ وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه به د دواړو ټیمونو ترمنځ د دې لړۍ ګټونکی معلوم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *