بنګله دېش له افغانستانه ۳ ورځنۍ لړۍ وګټله

تاند- د بنګله دېش لوبډلې د شنبې په ورځ درېمه یو ورځینۍ مسابقه په لوړ توپیر له افغانستانه وګټله.

تر دې وړاندې یوه مسابقه بنګله دېش او یوه افغانستان ګټلې وه.

لومړۍ سیالۍ بنګله دېش په ډېر لږ توپیر یعني ۷ منډو وګټله، دوهمه افغانستان په ۲ ویکټونو او ۲ منډو وګټله خو نننۍ (شنبه/ اکتویر۱) بنګله دېش په ۱۴۱ منډو وګټله.

بنګله دېش، چې پچه یې ګټلې وه او غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ وکړي، د افغانستان لپاره ۲۸۰ منډې هدف وټاکه.

د لوبې پيل د بنګله دېش لپاره ښه و. د دې لوبډلې د پيل توپ وهونکي تميم اقبال سليزه بشپړه کړه او په ۱۱۸ توپونو يې ۱۱۸ مندې جوړې کړې. ده په باولینګ کې د افغانستان لوی امېد محمد نبي وسوځاوه.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي، راشيد خان او ميرويس اشرف دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

له افغان لوبډلې رحمت شاه په ۷۳ توپونو ۳۶، نوروز منګل په ۳۸ توپو ۳۳ او نجيب الله ځدران په ۱۹ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش له لوبډلې مشرف حسين درې او تسکين احمد دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

نننۍ لوبه په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې د افغانستان ۷۰ او د بنګله دېش ۳۱۵ مه وه. افغانستان ټولې ۳۵ لوبې ګټلې او يوه يې بې نتيجې وه خو بلخوا بنګله دېش بيا ۱۰۰ ګټلې او ۲۱۴ يې بايللې دي.

بنګله دېش د نړيوالو يو ورځينو سياليو په جدول کې په اووم او افغانستان په ۱۰ نمبر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *