د سوکلوبې لوبغاړی د ژبلېدو له کبله سا ورکړه

تاند- بریتانیايي سوکمار مایک ټاوفل د بریتانیا په ګلاسګو ښار کې په یوه مسابقه کې له ټپي کېدو او روغتون ته تر رسېدو وروسته سا ورکړه.

۲۵ کلن ټاول، چې د سکاټلنډ اوسېدونکی و، په پنځم پړاو یا راونډ کې لوبه پر خپل ویلزي سیال هغه مهال وبایلله چې سخت ژوبل شو.

ویل شوي چې ټاول ته سخته مغزي خونریزي پیدا شوې وه.

له ۱۹۸۶ م کال را په دې خوا د سوکلوبې څلور لوبغاړي یوازې په بریتانیا کې د سختې ژوبلېدا له کبله مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *