وټفورډ، مانچستر ته ۳ – ۱ ماتې ورکړه

تاند- د انګلیستان د غوره لیګ د سیالیو په دوام کې مانچستر یونایټید درېمه ماتې وکړه.

دغه ټیم، چې د انګلیستان د غوره لیګ د ګڼو اتلولیو ویاړ لري، له یوه نسبتاً نومورکي ټیمه وبایلله.

وټفورډ کلب مانچستر یونایتید ته په لوی توپیر یعني ۳ پر یو ماتې ورکړه. که مانچستر یونایتید دا سیالي ګتلې وای، د غوره لیګ د سږني فصل په جدول کې به یې درېم ځای خپل کړی و، خو اوس یې مقام په داسي حال کې چې هر ټیم ۵ لوبې کړي، اووم دی.

د انګلیستان د غوره لیګ د تېرو ۵ سیالیو په نتیجه کې مانچستر سیټي د ۱۵ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی ځای خپل کړی دی، ورپسې ایفرټن د ۱۳ امتیازونو په لرلو دوهم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *