مانچستر یونایتید یو بیک په ۳۰ ملیونه پونډه اخلي

تاند- نامتو روزونکی خوزې میرینو غواړي چې د مانچستر یونایتید لپاره یو دفاعي لوبغاړی په ۳۰ ملیون پونډه رانیسي.

ویل شوي چې مانچستر یونایتید غواړي چې د ایفري کوست یا عاج ساحل لوبغاړی ایریک بیلي، چې په ریل مادرید کې لوبېږي، واخلي.

ایریک بیلي ۲۲ کلن دی او لا ځلانده راتلونکې لري.

روانه اوونۍ د ایریک بیلي طبي معاینه کېږي او که په طبي معاینه کې یې کومه ستونزه تشخیص نه شوه، مانچستر یونایتید یې اخلي.

د مانچستر یونایتید مخکیني روزونکي وان کال پر دغه ټیم تر ۲۰۰ ملیون پونډه زیاتې پیسې ولګولې خو له دې سره سره ونه توانېد چې مانچستر د انګلیستان د پریمرلیک یا غوره لیک په څلورو ټاپ ټیمونو کې راولي.

مانچستر یونایتید له وان ګال سره خپل قرارداد تر ټاکلې مودې یو کال مخکې فسخه کړ او له پرتګالي خوزې میرینو سره یې قراداد وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *