د بي بي سي پښتو تلويزيون د لوبو خپرونه پيلوي

د ٢٠١٦ کال د جون شپږمه: په روان دوبي کې د لوبو نړۍ خورا بوخت مهال وېش لري، دغه ته په پام سره د بي بي سي پښتو تلويزيون د لوبې په نامه د سپورټ اوونيز پروگرام پيلوي.  د جون په ١٠ مه نېټه به هره جمعه د لسو دقيقو پر مخه لوبې د نړۍ دا وخت د خپرونې برخه وي. دا پروگرام به د افغان ليدونکو ځانگړې دلچسپۍ ته په پام د لوبو وروستۍ پرمختياوي خپروي.

د لوبو لومړۍ گڼه د اروپا د فوټبال اتلوليو تر پيل ، برتانيا، ايرلنډ او هالنډ ته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر سفر وړاندې خپرېږي. د لوبې خپرونه به د وېمبلډن ټينس اتلوليو مهمې پېښې، انگلستان ته د سرېلنکا او پاکستان د کرېکټ لوبډلو د سفر او طبعآ د ٢٠١٦ کال د رويو اولمپيک خبرونه خپروي.

د بي بي سي پښتو تلويزيون مسوول، ايمل پسرلى وايي: ” موږ د نړۍ له لروبره تل د لوبو خبرونه خپروو، خو  دا چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې او فوټبال ملي لوبډلې په دې وروستيو کلونو کې په نړيواله او سيمه ييزه کچه ځلېدلي نو زموږ د ليدونکو مينه له لوبو سره لا ډېره شوې ده. د لوبو پروگرام به ښه موقع راکړي چې پر سپورټي مسايلو اوونيز تحليلونه، شننې او تبصرې ولرو. په دې هيله يم چې ليدونکي به مو هره جمعه دا نوې ، په زړه پورې خپرونه وويني چې د بي بي سي پښتو تلويزيون يې وړاندې کوي. “

لوبې به د بي بي سي پښتو تلويزيون د نړۍ دا وخت د جمعې په خپرونه کې خپرېږي. دا خپرونه هره ورځ له لندنه د کابل پر وخت د ماښام په شپږ بجې د شمشاد پر تلويزون خپرېږي. د شمشاد تلويزيون د نړۍ دا وخت خپرونه ماخوستن ١١ بجې تکرار هم خپروي. د بي بي سي پښتو تلويزيون نړۍ دا وخت د بي بي سي پښتو يوټيوب کانال او د بي بي سي پښتو وېبپاڼې له لارې هم خپريږي.

هره اوونۍ له پنځو بالغو افغانانو دوه د بي بي سي مطالب اوري، ويني او لولي.د بي بي سي پښتو مطالب په افغانستان، پاکستان او نوره نړۍ کې هره اوونۍ ٦.٧ ميليونو کسانو ته رسېږي. د بي بي سي نړيوال سروېس چې د بي بي سي افغان څانگه يې برخه ده ، په افغانستان کې پر پښتو، دري ، فارسي، ازبيکي او انگريزي ژبو موندل کېداى شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *