په برازیل کې د المپیک لوبو مراسم پرانستل شول

تاند- د برازیل د ریو دیو جینیرو په ماراکانا لوبغالي کې د ۲۰۱۶ المپیک لوبو پرانستونکي مراسم جوړ شول.

دا مراسم، د بودجې د کموالي له کبله تر هغه څه په ټیټه کچه جوړ شول چې مخکې اټکل شوي وو.

د ریو دیو جینیرو په واټونو کې نڅاوې وشوې او رڼاګانې خپرط شوې.

د دغو مراسمو او لوبو د لیدو لپاره ریو دیو جینیرو ته تر ۵ لکه ډېر بهرني سیلانیان او نندارچیان راغلي دي. تر پرون مازدیګر پوري ۷۰۵ ملیون ټکټونه پلورل شوي وو.

Plympicد استرالیا، نیوزیلنډ او بریتانیا لوبغاړو شکایت کړی چې د المپیک د کلي د هستوګنځایونه د دوې د اوسېذدو لپاره زیات مناسب نه دي.

په دې المپیک سیالیو کې د روسیې ۱۷ لوبغاړي د دوپینګ په خاطر په لوبو کې له ګډون بې برخې کړای شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *