ولې کرېکټ بورډ له ځواب تېښته کوي؟ / ذبيح الله رحيمزی

عکس: شفق الله شفق –

خلک د تعصب په نوم له خپل حق غوښتنې مه په شا کوئ، تعصب او خپل حق ــ خپل ځايونه لري. وخت و نو چې څه به دې زړه غوښتل هغه به دې کول، هر څه همداسې و هېڅوک ملامته نه و، خو اوس هغه وخت  نه دی،  مسئولې ادارې چې مسئوليت ونه مني غبرګونونو سره به مخ شي.

  يوه تازه ناندره چې په خواله رسنيو ده هغه هم په شپيږزو لوبو کې د صليقوي برخورد مسئله راپورته شوې او ويل کېږي ښکار يې ځوان کرکټر شفق الله شفق دی. په شفق د ځېنو ستونزو له امله بنديز لږيدلی، خو کرېکټ بورډ يې  رسنيو ته هم نه روښانوي څه شوي؟ څنګه شوي او ….

داسې نه؛ خو داسې چې حد اقل و خو يې منه چې سړی مو د ځېنو ناغيړيو له امله په سزا کړی، دا چې خبره همداسې پټه روانه ده دا حالت بدنامۍ جوړولی شي…

   ممکن شفق ستونزې ولري، کرېکټ بورډ به پرې خپل اصول تطبيقوي؛ خو د خلکو د ځواب ولې تېښته کېږي؟ په دا دومره رسنيو کې ولې کرېکټ بورډ نه روښانوي چې دغې مواردو ته په کتو شفق نه شو لوبولی، موږ تعصب، ظلم، سمت او قوم پالنه نه ده کړې، دا چې غلي دي د کاسې لاندې د نيم کاسې خبره منځته راځي..

   ګورئ مسئله دلته داده چې ډېری لوبغاړي له لوبو کينول کېږي، بېرته به اخستل کېږي، د کرېکټ اصولو ته درناوی په کار دی، هغوی چې ناغيړي کوي د کرېکټ ځانګړي اصول يې سزا ورکوي او  بايد ورکړل شي.  په يو لوبغاړي هېڅ هم نه کېږي، خو دا خلک ولې کلک دي؟ ولې د شفق دلوبولو غوښتنې کېږي؟ ولې هغوی چې په کرېکټ غږيږي، په کرېکټ پوهېږي، يو عمر يې کرېکټ کړی او ستا د ادارې غړي دي ولې په دې برخه کې د عدالت غږ پورته کوي؟ ولې د شپږيزي سره پرېکون اعلانوي.

خلک ولې په دې مسئله کې جدي دي؟

   اصل کې اوس خلک د کرېکټ د بدمعاشۍ او زورواکۍ سره په اړخ اوښتي، مهمه ورته دا نه ده چې ولې شفق نه لوبېږي مهمه داده چې کرېکټ بورډ چې هرڅه وغواړي يعنې هغه کولی شي؟ چاته يې چې اعصاب خراب شي په يو لانجه کې را ښکيلولی شي؟ خلک د همدې لپاره راپورته دي چې دا د تېر په څېر کومه ميراثي او  په شخصي روابطو ولاړه اداره نه ده، دا کوم شرکت نه دی، دا کوم د پټي د سر خبرې نه دي، د يو ځوان لوبغاړي د راتلونکي سره لوبې دي، د يو ځوان زړه بې دمې کول دي، د يو احساس بې قدري ده، بې مسئوليتي ده، ځان…

  اصل کې د يو ځوان لوبغاړي په سر د دومره ځوانانو دريدلو کې ماته د تعصب څه نه ښکاري، دا ماته ستر وياړ ښکاري چې اوس موږ دومره وېښ يو چې هېڅوک له کرښې اوښتی نه شي، هېڅوک د ټولو اداره خپله د شخصي موخو او صليقو ښکار نه شي ګرځولی، هېڅوک بې تاجه بادشاه نه دی.

   د صليقوي برخورد او زورواکۍ نښې خو دادی ښکاره شوې،د د کرېکټ افغان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي،د سپين غږ بازانو روزونکی او د کورني کرېکټ مرستيال  هستي ګل عابد يو اخلاقي جرئت وکړ، د کرېکټ بورډ د ماشومانه چلند له امله له شپږيزې سره بايکاټ اعلان کړ او نور ‌ډېر به هم دا کار وکړي او دا به لومړی ځل وي چې دا ډول کورنۍ سترې لوبې تحريم شي.

 او هغوی چې په حقيقت پوهېږي او د خپلو څوکيو او هم دا چې ښاغلی دانش به يې اينده په لغته ووهي لږ غيرت ور اچوم، لږ يې ننګوم، پېغور ورکوم او دا چې هر څه وکړه خو خپل ضمير مه خرڅوه!

حل څه دی؟

  حل دا نه دی چې ته دې شفق او يا نورو لوبغاړو باندې د راتلونکي هيلو په وړانديز دا فشار راوړې چې هغه اقرار وکړي خېر دی کرېکټ بورډ چې څه کوي، زما مشران دي ممکن هغوی ته ښه معلومه شوي وي دا و هغه …

حل وضاحت دی.

   د کرېکټ بورډ دا قدرمن نسيم الله خان دانش او شفيق ستانکزی  دې د رسنيو په وړاندې روښانه او ثابته کړي چې په اداره کې يې د فساد لوښي نه ټنګيږي، تعصب نه دی شوی، هلته به کې څو بې ضميره د لوبغاړو د راتلونکي سره لوبي نه کوي، هلته زور وړتيا ده، هلته وړتيا لوبيدل دي، هلته هر څه په سمه روان دي، نه دا چې د خپلو تعريف شوو اخلاقو په بنسټ لوبغاړي تورن کړه چې ګواکې سړی په غلته روان و.

  هيله ده د ګډو ملي ارزښتونو په دايره کې هر څه د خپلې خوښې په بنياد او غوښتنو مخکې يو نه سئ، اخلاق خپلواخلاقو ته په کتو تعريف نه کړئ، د ځوانو لوبغاړو هيلې او ژوند سره معاملې ونکړئ، که تاسې د دومره لوی ډله خلکو داسې کوئ بيا يې  ځواب ته هم تيار شئ!

2 thoughts on “ولې کرېکټ بورډ له ځواب تېښته کوي؟ / ذبيح الله رحيمزی

  1. شفیق الله شفق!
    مینوالو شفیق الله شفق د کرېکټ قوانينو حلاف په لوبډله کې د لفظي شخړې او د ډيسيپلين نه مراعات کولو له امله د شپږو مياشتیني بنديز سره مخ شوای، د دې ترڅنګ شفق د خپل کریکټ بورډ له اجازې پرته د پیښور د ښونځیو په سیالیو کې د ماشومانو سره په ټینس توپ لوبې ترسره کړي، هلته په یوه سیالی کې یې د شخړې پرمهال وهل ډبول خوړلي او د خپل عزت ترڅنګ د ملي اتل ویاړ هم تر پښو لاندې کړی.

    دا چې شفق د ټول افغانستان ملي ویاړ او اتل دی، نو څنګه کولای شي، چې د خپل کریکټ بورډ له اجازې پرته داسې غیرقانوني کړنې ترسره کړي، د شفق الله شفق مینوالو ته وایم، چې زه خپله ستاسو څخه زه زیات د شفق او هم په شپږیزه سیالیو کې د ده د شپږیزو مینوال یم، او شفق یواځې په سپین غر زون یا په ننګرهار پورې مربوط هم نه دي، بلکې شفق د ټول افغانستان ویاړ او ملي اتل دی.

    بله خبره دا چې موږ د خپل کریکټ بورډ او مشرتابه نسیم الله دانش په پریکړه باوري یو، که چیرې کوم څوک د کریکټ بورډ په پریکړه بې باوري څرګندوي وي، او شک لري، چې ولې شفق د ۲۰۱۶م کال په څلورم پړاو شپږیزه سترو سیالیو کې د خپل سپین غر زون لپاره نه شي لوبیدای.

    تاسو کولای شي چې د شفق څخه پوښتنه وکړي، چې په کوم جرم کریکټ بورډ ستا د نه لوبیدو پریکړه کړي ده، که ځواب یې معقول ؤ، نو حق لرئ چې د شفق د لوبیدو غوښتنه وکړئ، کنه هسې بې ځایه تعصب ته لمن مه وهئ، ښه به دا وي چې د کریکټ بورډ ملي ادارې د لاسته راوړنو او پریکړو درناوی وکړئ.

    دا چې څوک وایې چې شفق خو څه د نړیوال بندیز سره نه دی مخ، او نه دا کومې نړیوالې لوبې نه دي، خپلې د کورني کریکټ لوبې دي او شفق پکې لوبیدای شي، دا سمه ده چې شپږیزه سیالۍ څه نړیوالې سیالۍ نه دي، خو که د نورو نړیوالو غوره لیګونو پوښتنه وکړئ، بیا به پوه شئ چې هیڅ نړیوال قانون شفق ته دا اجازه نه ورکوي چې د جرم او ټاکلي بندیز وړاندې خته په کورني کریکټ هم ولوبیږي.

    وروستی دا چې که چیرې شفق مجرم نه وي نو د خپل غږ پورته کولو حق لري او موږ یې هم ملاتړ کوو، او که په ریښتیا یې کوم غیر قانوني کار کړي وي، باید چې ونه لوبیږي او د خپل شپږه میاشتنی بندیز ټاکلي موده پوره کړي، ځکه سبا کیدای شي چې کوم بل ملي لوبغاړی هم په کوم غیرقانوني کړنې لاس پورې کړي، همدا یې حل لاره ده، بس خلاص.

  2. هره پوښتنه جوابېدای نسي او نه هره غوښتنه پوره کېدای سي.
    ځیني وخت د ځینو پوښتنو په جواب کي چپ پاني کېدل غوره جواب وي
    تر کومه چي زه دقیق خبر یم د شفق په اړه چي کرکت بورد هر څومره چپ باتي سي هغومره بهتره ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *