ویرات کوهلي/ ژباړه: محمدالله شېرزی

نیټه: 7/8/2016

د ویرات کوهلي (ViratKohli) اصلي نوم ویرات او تخلص یې کوهلي دی. نوموړیدا مهال 27کاله عمر لري، په 1988کال د نومبر په 5 مه نيټه د هند په پلازمینه ډیلي(ډهلي) کې پیدا شویدی او  (1,75) متره لوړوالی لري، د وردۍ (لباس) نمبر یې 18  اتلس دی .

ویرات کوهلي د هندوستان په لوبډله کې د هر فارمټ لوبیدونکی لوبغاړی دی، په ښي لاس سره (Right-hand bat)په منځنۍ برخه (Middle-order)کې توپ وهنهکوي او منځنی تېز (Right-arm medium) بالینګ هم ترسره کوي.

ویرات کوهلي په لومړي ځل د هند په نولس کلنه ملي لوبډله کې ولوبید، هرکله یې چې په 2008 نړیوال جام کې چې په مالیزیا کې ترسره کیده، د هند نولس کلنه لوبډله یې بري ته ورسوله نو په ملي لوبډله کې یې لوبیدل یقیني کړل.

ویرات کوهلي دا مهال د هندوستان په لوبډله کې د ملا تیر په شان را ښکاره شویدی چې په ډيرو مواردو کې یې د سچن ټنډولکر ریکارډونو ته خطر پیښ کړی. د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندۍ په لړ کې شل اوریزو بیټسمینانو په کتار کې لومړی،یو ورځینیو  کې دویم او ټیسټ لوبو کې لسم ځای لري.

ویرات کوهلي د انډیا نولس کلنې، الف او ملي لوبډلو ترڅنګ د روئیل چلنجر بنګلور، ډیلي،انډیا ریډ،نارت زون، پریزېډينټ ون کلبونو لپاره لوبې ترسره کړیدي.

کرکټ نړۍ ته د ویرات کوهليراتګ:

1:- ټېسټ   (Test)

نوموړي خپله لومړۍ ټېسټ لوبه په {20/Jan/20011} نیټه د ویسټ انډيز په کینګسټون لوبغالي کې د ویسټ انډيز خلاف پیل کړه، په لومړۍ پاڼۍ(اننګز) کې یې 4 او دویمه پاڼۍ(اننګز)کې یې 15 منډې وکړې.

2:- یوورځینۍ (ODI)

ویرات کوهليد یوورځینیو لوبو پیل سریلانکا ته په سفر سره وکړ. دا لوبه په {8/Aug/2008} د سریلانکا په ډامبولا لوبغالي ترسره او  سریلانکا په اتو ویکټو وګټله.نوموړي په دې لوبه کې د (ګوتم ګمبیر) سره په اوپنینګ راښکاره شو، خو یوازې 14 منډې  یې وکړې.

3:- شل اوریزې (T20I)

نوموړي لومړۍ شل اوریزه لوبه د زمبابوې خلاف حراريکې  {12/Jan/2010}ترسره کړه، دغه لوبه د هندلوبډلې په شپږو ویکټووګټله، خوویرات کوهلي26نا سوځېدلې منډې پکې جوړې کړې.

2د ویرات کوهلي ټولې کړي لوبې:

نوموړي تردې دمه 43 ټېسټ، 71 یوورځینۍ او 43 شل اوریزې نړیوالوې لوبېترسره کړیدي.

دایې هم د توپ وهنې (بېتیېنګ) برخې جدول

2لکه څه ډول چې دمخه وویل شول د بېټینګ ترڅنګ نوموړی ځینې وختونه منځنۍ تېز (Right-arm medium) بالینګ هم کوي.

۲دایې هم د توپ اچونې (بالېنګ) د برخې جدول

په دریو فارمټونو کې د ویرات کوهلي تر ټولو زیاتې منډې( :(High scores

1 ټېسټ:(Test)

په ټيسټ کرکټ کې د نوموړي زیاتې منډې د ویسټ انديز خلاف دي، په {21/Jul/2016}د نارت سونډ په لوبغالي 375 دقیقې په پیچ ودرید، د 24 څلوریزو په وهلو د 67،70بیټینګ چټکوالي (Strick rate) سره یې200منډې جوړې کړې.

2 یوورځینۍ: (ODI)

په یوورځینیو لوبو کې د ویرات کوهلي زیاتې منډې د پاکستان خلاف ثبت شوي، په {18/Mar/2012د ډاکېلوبغالي په کریس211 دقیقې تم شو، د 22 څلوریزو او یوې  شپږیزې پر مټ یې وکولی شول، چې 183منډې جوړې کړي.

3 شل اوریزې: (T20I)

ویرات کوهلي په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې زیاتې منډې د اسټرالیا هیواد په خلاف ترسره کړي. نوموړي په {26/Jan2016}نیټه د آډېلایډ  پر لوبغالي د 9 څلوریزو او 2 شپږیزو په وهلو سره 90 ناسوځیدلې منډې وکړې.

ویرات کوهلي د هندوستان د هیواد یو ځوان کرکټر دی، سره ددې چې ښه وړتیا لري، خو اخلاقي جنبه یې څه ناڅه کمزوري ده او زیاتره لوبو کې د لوبڅارانو لخوا جریمه شوی، په ټیسټ لوبو کې دا مهال کپټاني هم ورکړل شویده، د هند لپاره یې نه هیریدونکي لوبې کړي او لا هم دوام ورکوي.

نوموړی د هند کورنیو مشهورو لوبو (ای پي ال) او نړیوال کرکټ کې زښت زیات مینه وال لري، په ای پي ال کې د رویل چلنجر بنګلور لوبډلې کپټاني پر غاړه لري، چې کریس ګېل، اې بي ډیویلیرز او شین واټسن هم ورسره لوبیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *