د انګلېنډ او پاکستان ترمنځ لوبه کې څو ریکاډونه جوړ شول؟

محمدالله شېرزی –

۱ – انګلېنډ  د نړۍ د یو ورځینیو لوبو تر ټولو لوړ هدف 444 وټاکلو، له دې وړاندې دغه ویاړ د سریلانکا سره ؤ چې د هالنډ په خلاف یې 2006 کې 443 منډې جوړې کړې وې.

۲ – انګلېنډ د خپل کریکټ په تاریخ کې د یو ورځینیو لوبو تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

۳ – الکس هالېس د انګلېنډ بل ستوری شو چې د خپل هیواد په تاریخ کې یې د روبین سمېت ریکارډ مات کړ، سمېت 1993 کې د اسټرالیا په خلاف 167 منډې جوړې کړې وې، خو هالېس بیا په 122 توپونو 171 منډې وکړې اود حسن علي ښکار شو.

۴ – جوی باټلر د تیزې سلیزې جوړولو ترڅنګ چې تېر کال یې په 46 بالونو په دوبۍ کې ترسره کړي وه، لومړی بیټسمین شو چې د انګلېنډ د یو ورځینیو لوبو په تاریخ کې یې تر ټولو تېزه نیمه سلیزه جوړه کړه، نوموړي د شعیب مالک په خلاف په پنځو بالونو څلور شپږیزې ووهلې او په 22 بالونو پنځوسیزه وکړه.

۵ – وهاب ریاض بیا د نړي دویم ځای ونیوو، چې تر ټولې ډيرې منډې یې ورکړې، نوموړي په لسو اورنو کې بې د کومې ویکټې اخیستو 110 منډې ورکړې، لومړی مقام پدې برخه کې له مایک لیويس سره دی چې په 2006 کې یې جوړکړی ؤ.

۶ – د پاکستان کریکټ ټیم ته نوي راستانه شوي بالر محمد عامر د بالینګ پرځای په بیټینګ کې ذمه واري واخیسته، سره ددې چې عامر په لسو اورونو کې 72 منډې ورکړې په کومه ویکټه بریالی نشو، خو په بیټینګ کې یې خپله دویمه او په22  بالونو تیزه نیمه سلیزه جوړه کړه.

۷ – د پاکستان د بیټينګ برخه کې د یاسرشاه او عامر ترمنځ په اخري ویکټه له ټولو ښه د 76 منډو ملګرتیا وشوه.

۸ – پاکستان په دریو واړو برخو کې خپله کمزوري ښکاره کړه، د هالېس او مورګن کیچونه یې ډراپ کړل، هرکله چې باټلر د وهاب ریاض له لورې بولډ شو، نو هلته نو بال ترسره شوی ؤ.

انګلېنډ له دې هرې موقعې ګته واخیسته او په 169 منډو یې په دوه اړخیز سریز کې سر په سر دریمه بریا هم خپله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *