د لومړي ځل لپاره د فوټبال په یوه مسابقه کې د ویدیو رول ومنل شو

تاند- د فرانسې او ایټالیبا ترمنځ د فوټبال په یوه دوستانه مسابقه کې ریفري د کرکټ په شان د ویدیو پر اساس پرېکړې وکړې.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون ريیس جیاني انفینیتو وویل دا د فوټبال مسابقو په تاریخ کې یو نوی باب دی.

دا مسابقه فرانسې وګټله.

فرانسې ۳ او ایټالیا یو ګول وواهه.

کله چې د مسابقې په لړ کې ایټالیايي لوبغاړو وویل چې توپ د فرانسوي لوبغاړي لیوین کروزاوا په لاس لګېدلی، د ویدیو د بیا کتلو غوښتنه وشوه. په ویدیو کې ښکاره شوه چې پعه ډي کرښه کې دننه یې توپ په لاس لګېدلی دی.

د فیفا ريیس هیله لري چې په ۲۰۱۸ م کال د فوټبال په نړیوال جام سیالیو کې به، چې په روسیه کې کېږي، له دې تکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *