فرانسه او پرتګال د اروپا د فوټبال په پایلوبه کې مخامخ کېږي

تاند- نن پاریس د اروپا د فوټبال د اتلولیو د پایلوبې کوربه دی. دا سیالي به په درسته نړۍ کې په ملیونونو خلک د تلویزیونونو له لارې په ژوندۍ بڼه وویني.

د اروپا د فوټبال د اتلولیو د پایلوبې په درشل کې فرانسې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

اټکل کېږي چې ۵ زره اضافي پولیس په پاریس او شاوخوا کې یې ګزمه وکړي.

د فرانسې او پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې به د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ نیمې بجې د اروپايي اتلولیو په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

ویل کېږي چې یوازې د ایفل برج په شاوخوا کې به ۹۵ زره تنه د فرانسې او پرتګال پایلوبه په ژوندۍ بڼه وګوري.

د فرانسې ټیم په نیمه پایلوبه کې جرمني ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د پرتګال لوبډلې ویلز ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه.

د نن شپې له مسابقې سره به د اروپا د فوټبال اتلولۍ، چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي، پای ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *