پرتګال، ویلز او پولنډ منځلوبو ته بریالي شول

تاند- د اروپا د فوټبال د اتلولیو په دوهم یا ناک اوټ پړاو کې د شنبې په ورځ پرتګال د کرویشیا تکړه ټیم ته، ویلز شمالي آیرلنډ ته او پولنډ سویس ته ماتې ورکړه.

د پولنډ، پرتګال او ویلز لوبډلې منځلوبو (کواټرفاینل) ته ووتې خو د کرویشیا، شمالي آیرلنډ او سویس لوبډلې د مسابقو له دوامه ووتلې.

نن یکشنبه د فرانسې لوبډله، چې د مسابقو کوربنه هم ده، له آیرلنډ سره مخامخ ده.

دوهمه مسابقه د جرمني او سلواکیا ترمنځ ده. او په وروستۍ یا درېمه مسابقه کې به د هنګري ټیم له بلجیم سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *