روسیه او انګلیستان په جنجالي سیالۍ کې مساوي شول
تاند- د اروپايي اتلولیو د سیالیو په دوام کې تېره شپه درې مسابقې وشوې.
تر ټولو هیجاني او جنجالي لوبه د انګلیستان او روسیې د ټیمونو وه چې یو پر یو مساوي شوه.
په دې لوبه کې، چې د فرانسې په مارسې ښار کې وشوه او د تېرې شپې وروستۍ یا درېمه مسابقه وه، د روسیې د ټیم پلویانو پر انګلیسي نندارچیانو حمله وکړه.
تر مسابقې دوې ورځې وړاندې هم په مارسې ښار کې د انګلیسي او روسي ټیمونو د پلویانو ترمنځ اخوډب شوی و.
د اروپايي فوټبال څارونکې ادارې (UEFA) پرون /شنبه/ ناوخته وویل چې د انګلیستان د ټیم پر پلویانو د روسیې د لوبډلې د پلویانو د حملې په اړه دسپلین د نه رعایتولو په باب څېړنې کوي.
خو د پرون ورځې لومړۍ مسابقه د سویس او البانیا ترمنځ وه چې سویس خپل سیال ته یو په صفر ماتې ورکړه.
له دې بریالیتوب سره سویس له فرانسې سره یو ځای د اولې ډلې په سر کې ودرید .
د تیرې شپې په دویمه لوبه کې د ویلز او سلواکیا ټیمونه مخامخ شول، چې دوه پر یو د ویلز په ګټه پای ته ورسېده.
ټاکل شوې ده چې نن /یکشنبه/ د ترکیې او کرویشیا، جرمني او اوکراین، پولنډ او شمالي ایرلنډ ټیمونو ترمنځ مسابقې وشي.