ویلز روسیې ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه

تاند- د اروپايي فوټبال اتلولیو د سیالیړو په دوام کې د بریتانیا ویلز ټیم روسیې ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه او ځان یې د خپل ګروپ په سر کې راوست.

په بله سیالي کې چې د انګلیستان د غښتلي ټیم او سلواکیا ترمنځ د ویلز او روسیې له مسابقې سره هممهاله وشوه، هیڅ ټیم ګول ونه واهه.

سره له دې چې لوبه له پیله تر پایه د انګلیسي لوبغاړو په کنټرول کې وه خو د سلواکیا کلکې دفاع اجازه ورنه کړه چې ګول پرې ووهل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *