د سوک د اتل لوبغاړي احمد ولي هوتک تود هرکلی وشو

تاند- افغانانو او د سوک لوبې مینه والو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د بوکس د اتل لوبغاړي احمد ولي هوتک هرکلی وکړ.

احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته له ماتې ورکولو وروسته نن /سې شنبه/ له روسیې څخه کابل ته راغی او له تود هرکلي سره مخامخ شو.

تر دې وړاندې د افغانستان د بوکس یوه بل اتل بازمحمد مبارز په مسکو کې خپل روسی سیال مات کړی و.

2همداراز الله داد رحیمي په ۶۹ کیلوګرام وزن کې خپل جاپانی سیال ساتو ریوچي درې پر صفر مات کړ او ځان یې د المپیک سیالیو ته نژدې کړ.

د رحیمي په وزن کې د نړۍ د ۴۷ هیوادونو ۴۷ لوبغاړي شته. رحیمي به په بل پړاو کې د ترینیداد هیواد له پرنس هارون سره مخامخ شي. هارون د برازیل تکړه بوکسر ته ماتې ورکړې ده.

احمد ولي هوتک لومړی پلا په ۲۰۰۹ م کال د سرو زرو میډال وګوټ. ده تراوسه پوري نژدې ۲۰ مسابقې کړي او ټولې یې ګټلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *