احمد ولي هوتک د روسیې د ازادې مبارزې له اتل سره مخامخ کېږي

خبریال: فضل رحیم رحیمي || د ازادې مبارزې لوبغاړی احمدولي هوتک به په تاجکستان کې د روسي سیال ډینیس کاناکوف پر وړاندې مقابلې ته ووځي.

د دې سیالي په ګټلو ډیر امکان شته چې هوتک د فري فایټ (یو، ایف، سي) لوبو ته هم لاره ومومي.

احمد ولي هوتک وایي(د دې سیالۍ د ترسره کولو لپاره پوره چمتو یم او ډیرسخت تمرینات مې هم کړي چې روسی سیال مات کړم.)

د احمد ولي هوتک روسي سیال، ۲۶ کلن دینیس کاناکوف تراوسه په (۳۱) اماتور او (۸) مسلکي لوبو کې لوبیدلی دی اوویازې یوه ماته لري.

بل لور ته بیا ۳۱ کلن احمد ولي هوتک په (۱۹) اماتور او (۵) مسلکي لوبو کې لوبیدلې دی او ټولي سیالۍ یې ګټلي او هیڅ ماته نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *