هوتک او مبارز خپل اوکرایني او سکاټلنډي سیالان مات کړل

تاند- د فري فایټ یا ازادې مبارزې دوو افغان لوبغاړو بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک تېره شپه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

احمدولي هوتک خپل اورکایني سیال ته د سیالیو په درو واړو راونډونو کې په امتیازونو ماتې ورکړه.

بازمحمد مبارز هم په ورته ډول خپل سکاټلنډي سیال ته ماتې ورکړه.

ولي هوتک تر دې سیالۍ وړاندې (۲۵) اماتور او مسلکي سیالۍ کړې خو یوازې یوه یې د تېر کال په اګست کې پر یوه روسي لوبغاړي وبایلله.

۳۱ کلن هوتک له ۲۰۰۸ څخه په مسلکي ډول فري فایټنګ کوي او مبارز له ۲۰۱۲ را په دې خوا د دې لوبې مسلکي سیالیو ته مخه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *