د پاکستان غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

تاند- د پاکستان د کرکټ غوره لیګ د پېښور زلمي او ملتان سلطانز لوبډلو په سیالۍ پیل شو.

دا سیالیو، چې نن /فبروري ۲۲/ پیل شوې، د مارچ تر ۲۵ پورې به دوام لري.

دا ځل د پاکستان په غوره لیګ کې ۶ لوبډلې برخه لري.

د تېر ځل سیالیو اتل پېښور زلمي، د لاهور قلندرز، د کراچۍ کینګز، د اسلام اباد یونایتیډ، د کوټې ګلیډیترز او د ملتان سلطانز هغه لوبډلې دي چې په دې سیالیو کې برخه لري.

په پاکستان کې د ناامنۍ له کبله بهرني لوبغاړي دغه هیواد ته نه ځي ځکه دا مسابقې د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې کېږي.

خو ویل شوي چې پایلوبه به په کراچۍ کې وي.

د پېښور زلمي لپاره کرن خان ښکلې سندره جوړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *