ژمنی المپیک| ناروې تراوسه اول مقام لري

تاند- ناروې د جنوبي کوریا په ژمنيو المپیک سیالیو کې تر ټولو زیات میډالونه ګټلي دي.

ناروې ټولټال ۳۳، جرمني ۲۴ او کاناډا ۲۲ میډالونه ګټلي دي.

ناروې تراوسه پورې د سرو زرو ۱۳، د سپینو ۱۱ او د ژېړو ۹ میډالونه ګټلي دي.

ورپسې جرمني  او کاناډا دي.

جرمني د سرو ۱۲، کاناډا ۹، د امریکا متحدو ایالتونو ۷، هالنډ ۶، فرانسې ۵، سویډن ۵، اتریش ۵، جنوبي کوریا ۴، سویس ۳، جاپان ۳ او ایټالیا ۳ میډالونه ګټلي دي.

چک جمهوریت، بیلاروس، بریتانیا، پولنډ او اوکراین هر یوه د سرو زرو یو – یو میډال ګټلی دی.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *