په المپیک کې امریکالا هم مخکې ده

د برازيل په ريو کې د المپيک مسابقو په لړ کې امريکا د فهرست په سر کې ځاى لري.

امريکايي ورزشکارو تر اوسه ٦٠ مډالونه ګټلي چې له دې جملې ٢٤ يې د سرو زرو، ١٨ يې د سپينو زرو او ١٨ نور يې د برونزو دي.

تر امريکا وروسته چين په دويم کتار کې راځي، تر اوسه‌يې ٤١ مډالونه ګټلي چې ١٣ يې د سرو زرو دي.

بريتانیا د ٣٠ مډالونو په ګتلو سره په درېيم کتار کې راځي او جرمني د ١٦ مډالونو په ګټلو سره چې اته‌يې د سرو زرو دي، په څلورم کتار کې راځي.

د امريکا متحدو ايالتونو زيات مډالونه د لامبو په برخه کې ګټلي دي.

د افغانستان د ګاونډيانو له جملې ايران توانېدلى چې د سرو زرو دوه مډالونه وګټي، هغه هم د وزن پورته کولو په برخه کې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *