په المپیک سیالیو کې د پناه غوښتونکو ټیم برخه اخلي

تاند- د المپیک نړیوالې کمېټې د جمعې په ورځ /جون۳/ وویل چې د برازیل د سږ کال په المپیک سیالیو کې به د پناه غوښتونکو ټیم هم برخه واخلي.

دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د پناه غوښتونکو یوه لوبډله په المپیک سیالیو کې ګډون کوي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې د ویبپاڼې د راپور له مخې، د پناه غوښتونکو په ټیم کې به، چې د بېلابېلو هیوادونو اتباع دي، ۱۰ لوبغاړي برخه ولري.

د المپیک نړیواله کمېټه هیله لري چې د برازیل د ۲۰۱۶ کال په المپیک سیالیو کې پناه غوښتونکو ته د ونډې ورکول به پناه غوښتونکو او مهاجرو ته د نړیوالو پام واړوي.

د پناه غوښتونکو په ټیم کې د جنوبي سوډان، د کانګو د دیموکرایتک جمهوریت، اتیوپیا  او سوریې ۶ نارینه او ۴ ښځینه لوبغاړي غوره شوي دي.

د المپیک سیالۍ د اګست له پنځمې /اسد ۱۵/ څخه په ریو دیوجینرو کې پیلېږي.


عکس: سوریه واله لامبوزنه بوسرا ماردیني چې په جرمني کې یې پناه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *