برین لارا د اسټرالیا خیریه سیالۍ کې برخه اخلي

 ولید ( خپلواک)

 د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوي لوبغاړی ( برین لارا) به د استراليا هيواد په کوربتوب په یوه خيریه لوبه کې ولوبیږي.  دغه سیالۍ کې د کرکټ پخواني لوبغاړي ګډون کوي چې دغه دوستانه سیالۍ به د بیګ باش لیګ د پای لوبې وروسته ترسره کیږي. دا لوبه د دي لپاره تر سره کیږي چې استرالیا کرکټ بورډ د هغه کسانو سره مرسته وکړي کوم چې په تېر کې د شدید اور له امله کډوال شوي وو او د سرپناه لپاره ځای نه لري .

 په دغه لوبه کې د نړۍ دوه پيژندل شوۍ څیرې شین وارن او ریکي پونټینګ د لوبډلو مشران دي،  د دوۍ تر څنګ به د اسټرالیا هیواد نور پخواني لوبغاړي چې د کرکټ څخه یې تقاعد اعلان کړی په سیالۍ کې به ولیدل شي.

 د استرالیا کرکټ بورډ اجراییوې مشر (فین انګزامینټ) وویل د برین لارا راتګ زمونږ د مینوالو لپاره د خوښۍ خبره ده او دا به هیڅ کله هم مونږ له یاد څخه ونه باسو.

 د پونټینګ سره به په لوبډله کې، ګریس هیرس ، مایکل کلارک ، اډم ګلیچریسټ ، بریټ لي ، مایک هسي ، میتیو هډن او ایلیس ولااني ګډون کوونکي لوبغاړي وي.

 یاده خیریه لوبه د پونټينګ او وارن په وړاندیز ترسره کیږي چې لاسته راغلي ټولې پیسي به یې د سره صلیب کمېټې ته وسپاري.