ماریو ولاویران د آی پي ایل لیګ سنرایزرز حیدرآباد کوچېنګ غواړي

ولید (خپلواک)

 د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی او د اوږدې مودې څخه پاتې (ماریو ولاویران) له خپلې دندې څخه استعفا کړی.

 هغه ته د هند په تجارتي لیګ سیالیو کې د سنریرز حیدراباد مشرانو د کوچینګ په برخه کې وړاندیز کړی.

 ماریو وویل:  ((ما د بنګله دیش بورډ ته خپله استعفا سپارلی، د زیمبابوې لوبلړ به زما لپاره د بنګله دیش وروستۍ روزنه وي، هغه زیاتوي دا زما لپاره ډېر ښه فرصت دی چې زه د هندوستان په پریمېر لیګ کې د سنریزرز حیدراباد لپاره روزونکی شم او خپلې تجربې د نامتو لوبغاړو سره شریکې کړم .))

 بل پلو د بنګله دیش کرکټ بورډ اجرایوې مشر نظام الدین چودري وویل:

(( ماریو فقط د آی پي ایل لپاره رخصت غوښته، خو اما مونږ ورسره موافقه ونه کړه.))

 چودري زیاته کړه: (( مونږ له ماریو سره درې کلن تړون لاسلیک کړی، باید له ملي لوبډلې سره پوره وخت تېر کړي، مونږ اجازه نه ورکوو چې هغه د هندوستان په تجارتي سیالیو کې د سنریزرز د لوبډلې روزونکی شي.))