سویلي افریقا له انګلستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته د څلورو ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی، ټېسټ لوبې درې د یو پر وړاندې انګلستان وګټلې، بل پلو بیا د دریوو یو ورځنیو لوبو لومړۍ کرکټ لوبه سویلي افریقا په ۷ وېکټو وګټله.
د سویلي افریقا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه سویلي افریقا په ۷ وېکټو وګټله او لوبلړۍ یې یو د صفر پر وړاندې مخته یوړه.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان د ۸ وېکټو په لوېدو سره د جو ډینلي د ۸۷ منډو په مرسته ۲۵۸ منډې وکړې او سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ته یې ۲۵۹ منډې هدف ورکړ.
تبریز شمسي د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې لپاره درې وېکټې واخېستې.
سویلي افریقا یاد هدف په اته څلوېښتم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د کوېنټن ډیکاک د ۱۰۷ منډو او د ټېمبا بووما د ۹۸ منډو په مرسته پوره کړ او انګلستان ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی کوېنټن ډیکاک ونومول شو.
دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۹ مه نېټه ترسره کوي.