د انګلستان د بلاسټ سیالېو په لړ کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې لومړۍ لوبه وګټله

سمیع الله دراني ابدالي
پرون د جولای په ۱۸ مه نېټه د انګلستان سوداګریزې شل اوریزې کرکټ سیالۍ پيل شوې، په دې سیالیو کې د مجیب دې لوبډله په لومړۍ لوبه کې له اي سېکس لوبډلې سره مخ شوه.
اي سېکس لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ریان ټېن ډېس کټی ۷۴ منډو په مرسته ۱۶۴ منډې وکړې.
مجیب الرحمن ۴ اورونه وکړل او ۲۴ منډې یې ورکړې، کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.
مېډل سېکس لوبډلې دا هدف په اوولسم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د ای بي ډیویلیئرس د ۸۸ ناسوځېدلو منډو پر مټ پوره کړ او اي سېکس لوبډلې ته يې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی ډيویليرس ونومول شو؛ هغه په ۴۳ توپونو د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۸۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
پرون درې لوبې وشوې، په دوهمه لوبه کې وارسېسټرشایر لوبډلې نټېنګ همشایر لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه او دریمه لوبه کې بیا سمرسېټ لوبډلې ګلامورګن لوبډلې ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
نن جمعه ۷ لوبې کېږي، چې ۷ واړه لوبې د افغانستان پر وخت د شپې پاو کم لس بجې پېلېږي او ۷ واړه لوبې په مختلفو مېدانونو ترسره کېږي.