د بلاسټ سیالېو په لړ کې د راشد خان لوبډلې سسېکس ګټونکې شوه

خان وزیر عابد

د انګلستان د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دوام تېره شپه د راشد خان په چټکې توپ وهنې او ښې توپ اچونې سره سسېکس لوبډلې همپشایر لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه د همپشایر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه د راشد اړوند سسېکس لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو شل اورونو کې د همپشایر لوبډلې لپاره د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

د سسېکس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې سالټ تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې جوړې کړې، دغه راز ډیویډ ویسي ۴۴ او تر تولو چټکه توپ وهنه راشد خان ترسره کړه، نوموړي په ۷ توپونو باندې ۲۲ چټکې منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د همپشایر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کرېس ووډ دوه لوبغاړی وسوځول، دغه راز اباوټ، کرېس مورېس او کراني یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

همپشایر لوبډلې په ټول توان سره د سسېکس لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نکړ. دوی په وروستیو کې په ډیر کم توپیر سره یاده سیالي وبایلله. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په نولس اورونو کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او سیالي یې په ۱۴ منډو باندې وبایله.

د همپشایر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ریلیس روسو تر ټولو ډیری ۶۰ منډې جوړې کړې، دغه راز لایم ډاوسن ۲۵ او لېویس مکمونس بیا په وروستیو کې ۳۲ منډې جوړې کړې، خو سیالي یې بایلوده.

د سسېکس لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو ښه توپ اچونه رییس ټوپلي ترسره کړه، نوموړي څلور مهم لوبغاړي وسوځول، دغه راز ډیني برېګس درې لوبغاړي له مخې پورته کړ او افغان لوبغاړي راشد خان هم بیا دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

دا سیالي د راشد خان اړوند لوبډلې سسېکس د ۱۴ منډو په توپیر وګټله.

د یادولو ده د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په جنوبي ګروپ کې درې واړه مخکښې لوبډلې د افغانانو دي، په لومړي مقام کې مېډل سېکس لوبډله قرار لري، مجیب پکې لوبېږي، کېنټ دوهم مقام لري، محمدنبي پکې لوبېږي او سسېکس دریم مقام لري چې راشدخان پکې لوبېږي.

د یادولو ده نن په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې دوه نیمې بجې د مجیب الرحمان لوبډلې مېډل سېکس لوبه ده.