افغان ګوګلي ماسټر راشد خان په بلاسټ سیالیو کې سسېکس سره لوبیږي

راشد خان د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په راتلونکي پړاو کې هم د سسېکس لوبډلې سره لوبیږي.
د انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو راتلونکی پړاو په ۲۰۲۰ کال کې پیلېږي، چې د افغان لوبډلې لوبډلمشر پکې یو ځل بیا د سسېکس لوبډلې له لوري اخېستل شوی دی.
نوموړی تر دې وړاندې هم دوه ځلې د همدې لوبډلې په ګټه لوبېدلې او په یادو سیالیو کې یې ۲۴ ویکټې اخېستي دي.
ویټالیټي بلاسټ په انګلستان هېواد کې شل اوریزې سوداګریزې سیالۍ دي او کال کې یو ځل تر سره کېږي.
راشد خان د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو برخه کې لومړی مقام لري.