د مرکزي اسیا په سیالیو کې افغان فوټبال لوبډلې جایزه ترلاسه کړه

اسدالله نوري

 د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلي د مرکزي اسیا د فوټبال په لوبو کې د Fair Play یا اخلاقي لوبډلې جایزه وګټله.

 د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب وايي، چې د هيواد د ۲۳ کلنو ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ۲۳ کلنو د فوټبال په دغو لوبو کې د یوې لوبې په ګټلو سره د یادو سیالېو پنځم مقام وګاټه.

 د دغو سیالیو اول مقام ازبکستان، دوهم ایران، درېیم تاجکستان او څلورم قرغیزستان وګاټه، خو د ترکمنستان د ۲۳ کلنو ښځينه فوټبال لوبډله بیا د ټولو لوبو په بایللو سره شپږم مقام وګاټه.

 د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د اسیا فوټبال کنفدراسیون او د اسیا مرکز فوټبال اتحاديې مسوولانو ګډون کړی وو، چې د افغانستان د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د Fair Play ارزښتناکه جایزه پکې ترلاسه کړه.

 په دې سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب، دوو تنو ښځینه وو، یاسمین حیدر او فرشتې شېخمیري د رېفري یا لوبڅار او مرستیال لوبڅاري په توګه ګډون کړی وو.