د افغانستان په ګډون د فوټبال مرکزي اسیایي سیالۍ نن پېلیږي

د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلې تاجکستان ته تللې او هلته د دویم پړاو مرکزي اسیایي سیالیو کې لوبیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا لوبې نن/ جمعه/ د یاد هېواد په مرکز دوشنبې ښار کې پېلیږي او له شپږ ورځو دوام وروسته به پای ته ورسیږي.

په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران لوبډلې لوبیږي.

افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان، دویمه ازبکستان، درېیمه د کوربه تاجکستان او څلورمه لوبه به د ایران پر وړاندې ترسره کړي.

په دې سیالیو کي به دوه افغان لوبڅاران حلیم آقا شېرزاد او محمد شریف سروري هم لوبڅاري وکړي.

څو ورځي مخکې د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ هم مرکزي آسیايي سیالۍ وشوې، چې افغانستان پکې په دوه بریاو، دوه ماتو او یوې مساوي سره څلورم مقام خپل کړ.