د فوټبال افغان لوبډله په اسیایي سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه له تاجکستان سره کوي

د افغانستان د ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله په دویم پړاو مرکزي اسیایي سیالیو کې خپله پنځمه لوبه نن له کوربه تاجکستان سره کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون معلوماتو له مخې دا لوبه د ماسختن په اتو بجو پلیږي.

افغان لوبډلې په روانو مرکزي اسیایي سیالیو کې له څلورو دوه لوبې ګټلي یوه یې مساوي او یوه لوبه یې ازبکستان ته بایللې ده.

دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي او د افغانستان په ګډون پکې ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو ګډون کړی.

یادې سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ پېل شوي او ټاکل شوې نن پای ته ورسیږي.