د ۹ هېوادونو ټېسټ چمپین شیپ سیالۍ نن شپه پېلیږي

د لومړي ځل لپاره د ۹ هېوادونو ترمنځ د ټېسټ اتلولي یا چمپین شیپ سیالۍ ترسره کیږي.

دغه سیالۍ نن پنجشنبه د انګلستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پېلیږي او د ۲۰۲۱ کال تر جون میاشتې پورې به دوام وکړي.

په دغه ټیسټ اتلولۍ کې به د انګلستان، استرالیا، هندوستان، پاکستان، سویلي افریقا، نیوزیلند، سریلانکا، ویسټ انډیز او بنګلدیش لوبډلې ګډون کوي؛ خو افغانستان او ایرلینډ لوبډلې پکې نشته.

په دې سیریز کې به په راتلونکو دوه کالونو کې مخکښې لوبډلې د یو بل ترمنځ په بېلا بېلو هېوادونو کې ټیسټ سیریزونه کوي او پای کې به نړیواله شورا د دوه مخکښو لوبډلو اعلان کوي او د هغوی ترمنځ به پایلوبه ترسره کیږي، چې ګټونکې لوبډله به د نړیوال ټیسټ چمپین شپ اتله لوبډله اعلان شي.

د یادو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله ۶ سیریزونه چې ۳ به په خپل کوربه توب او درې په بهر کې د میلمه په حیث ترسره کوي، خو هر سیریز به یا د ۲ سیالیو وي یا د ۵ سیالیو؛ خو پواینټونه به یې یو ډول وي.

د ټیسټ چمين شپ لوبډلې هغه مهال انتخاب شوې چې د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې ۹ لوبډلو نړیوال جام ته مستقیما لار وموندله، هغه مهال لا افغانستان لوبډلې د ټیسټ سیالیو غړیتوب نه و ترلاسه کړی.