استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال ټېسټ چمپین شیپ سیالیو په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.
د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا د ټېسټ نړيوالې اتلولۍ پېل له اشيز سيريز څخه د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پېل شو.
استرالیا لوبډلې د اشیز سیالیو په لومړۍ ټېسټ لوبه کې لومړی توپ وهنه وکړه او پېل کې له ستونزو سره مخ وه؛ خو سټیون سمیټ په ۱۴۴ منډو جوړولو سره استرالیا تر ۲۸۴ منډو ورسوله.
ځواب کې یې انګلستان لوبډلې د روري برینز په ۱۳۳ منډو سره ۳۷۴ منډې وکړې او له استرالیا ۹۰ منډې مخکې شوه.
استرالیا دویم ځلي توپ وهنه کې ښه وځلېده، د سټیون سمیټ د ۱۴۲ او
متیو وایډ د ۱۱۰ منډو په مرسته یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۴۸۷ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۳۹۸ منډو هدف ورکړ.
د انګلستان ټول لوبغاړي په ۱۴۶ منډو اوټ شول او لوبه یې د ۲۵۱ منډو په توپیر وبایلله.
استرالیا ته دویمه پاڼۍ کې نیتن لاین ۶ او پټ کمینز ۴ ویکټې واخېستې.
سمیټ دې لوبه کې ټولې ۲۸۶ منډې وکړې او غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دواړه لوبډلې په دې اشیز سیریز کې پنځه لوبې سره کوي او ټاکل شوې دویمه لوبه یې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل شي