هند کرکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې هند لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۴۱۶ منډې وکړې.
ویسټ انډیز لوبډله لومړۍ پاڼۍ کې د جسپریټ بومرا د ښې توپ اچونې له امله په ۱۱۷ منډو اوټ شوه.
هند لوبډلې دویمه پاڼۍ کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړې او ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۴۶۸ منډو هدف پوره کولو په موخه توپ وهنه ورکړه.
د ویسټ انډیز ټوله لوبډله دویمه پاڼۍ کې په ۲۱۰ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۲۵۷ منډو په توپیر وبایلله.
هند ته بومرا د یو هټریک په شمول ټولې ۷ ویکټې واخېستې؛ خو هنوما ویهیري د یوې سلیزې په مرسته ټولې ۱۶۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
نوموړی ۲۵ کاله عمر لري او دا یې ۶مه ټېسټ لوبه وه.
ویسټ انډیز لوبډلې هند ته سفر کړی او له دې وړاندې یې ترې د درې شل اوریزو او درې ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.
ویسټ انډیز لوبډله په خپل کور کې له هند څخه په یوه لوبه ګټلو هم بریالۍ نه شوه.