ویسټ انډیز له پاکستانه ټیست لوبه وګټله

تاند- ویست انډیز دوهمه ټیستلوبه له پاکستان څخه په ډېر توپیر؛ یعني په ۱۰۶ منډو وګټله.

د دې سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ یا ایننګر کې ویسټ انډیز ۳۱۲ منډې وکړې، په مقابل کې یې پاکستان ۳۹۳ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبغاړو په درېمه پاڼۍ کې لا لږ منډې وکړې. دوی ۲۶۸ منډې وکړې خو پاکستاني لوبغاړو په خپله دوهمه پاڼۍ کې یوازې ۸۱ منډې وکړای شوې او ورسره یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د ویسټ انډیزاې اې ټي ګابریل ۵ لوبغاړي وسوځول، ایس جوزیف ۲ او جې او هولډر ۳ لوبغاړي وسوځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *