افغانستان هم د نړیوالو لوبغاړو په ګډون غوره لیګ جوړوي

خبریال: فضل رحیم رحیمي – د افغانستان کرکټ بورد په پام کې لري چي د اې پي ایل په نوم د بهرنېو لوبغاړو په ګډون په دوبۍ کې د کرکټ سیالۍ ترسره کړي.

د اې پي ایل (APL) لیګ لپاره، چې د کرکت بورډ په وینا په دوبۍ کې به وشي، د نورو مشهورو لیګونو په شان به د لوبغاړو اخیستلو لپاره بولي هم ترسره شي.

تمه ده چې د نړۍ نامتو لوبغاړي په دغه لیګ کې ګډون وکړي.

د کرکټ بورد ویاند فريد هوتک وایی وايي، موږ له شرکتونو او سوداګرو سره په اړیکه کې یوو څو دې ته تیار شي چې لوبډلې واخلي.

دا لوبې چې تجارتي بنه لري  او لوبډلې به یې د مختلفو شرکتونو او شتمنو خلکو لخوا واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *