هند پر دوو نامتو افغان لوبغاړو مستند فلم جوړوي

خبریال: فضل رحیم رحیمي- د هند د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د دوو افغان لوبغاړو، نبي عیسی خیل او راشد خان ارمان په اړه لس دقیقه يي او پنځه دقیقه يي لنډ فلمونه او دوه دقیقه يي اعلان جوړ کړي.

په دې فلمونو کې به د نبي عیسی خيل او راشد خان د کرکټ لوبو د پیل صحنې او په ای پي ایل یا د هند د غوره لیګ سیالیو کې د دوی اخیستل او د دواړه لوبغاړو مرکې شاملې وي .

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغو مستندو فلمونو د جوړولو داوه طلبانو ته ویلي جې خپل وړاندیزونه یا پروپوزلونه ورولېږي.

د دې لنډ فلم د جوړولوهدف دا دی چې نورو هېوادونو ته د خپلې بریا کیسه انتقال کړي.

  هندي رسنۍ د دغه هېواد  د چارواکو له خولې لیکي چې د لس دقیقو مکمل یا پنځه دقیقو وړوکی او د دوه دقیقو پرومو (اعلان) فلم به په انګلیسي ژبه جوړ شوي.

د دی فلم کیسه به د ګوګلي بالر راشد خان او الراونډور محمد نبي د لوبو پرفعالیتونو راڅرخي .

په هندوستان کې د افغانستان سفیر شيدا ابدالي وایی چې د فلم په جوړیدو به د افغانستان په تړاو انځور بدل شي.

نوموړی زیاتوي چې نړیوال د افغانستان په اړه یوازې د جګړو فکر ونه کړي، دوی باید د راشد خان او نبي عیسی خيل په شان نامتو لوبغاړ ته هم فکر وکړي چې په دغسی سترو لوبو کې لوبیږي .

په ای پي ایل لوبو کې نبي عیسي خېل په ۳۰ لکه او راشد ارمان په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو د حیدراباد لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

راشد په اته لوبو کې یوولس لوبغاړي سوځولي او دوه ځله د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې او نبي عیسی خېل بیا تراوسه یوه سیالې کې لوبیدلی او یو لوبغاړی یې سوځولی دی.

د انډیاټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند د غوره ليګ يا (IPL) په مسابقو کې د دوو افغان لوبغاړو محمد نبي عيسى خېل او راشد خان ارمان په باب مفصله ليکنه خپره کړې ده.

راشد خان خپرونې ته ويلي، چې ټول افغانستان د هند د غوره ليګ مسابقې ګوري او د خلکو ملاتړ ده ته انرژي ورکوي، څو د کرکټ د شل اووره مسابقو په دغه ټورنمنټ کې له ځانه ښه وړتيا وښيي.

دغه دوه لوبغاړي په سنرايزرز حيدرباد ټيم کې برخه لري چې تېره مسابقه يې د جمعې په ورځ د کېنګز پنجاب ټيم په وړاندې وه.

د خپرونې په حواله، په دې مسابقه کې ١٨ کلن راشد خان ارمان په څلورو اوورونو کې د توپ اچونې په مرسته وتوانېد يو لوبغاړى وسوځوي او يوازې ١٦ منډې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *